د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا د ځوانانو د جام سیالیو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د نیپال لوبډلې پر وړاندې د یوې وېکټې به توپير ماتې وخوړه.
په دغه لوبه کې چې د سه شنبې په ورځ په شارجه کې ترسره شوه افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. د لوبډلې لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره نیپال ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.
په دویمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې وکولای شول دغه هدف د ۴۱ منډو په جوړولو او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي او میدان وګټي.
د اسیا د ځوانانو په جام کې د افغانستان د سیالۍ پای
دا ماتې د اسیا د ځوانانو په کپ کې د افغانستان د لوبډلې درېيمه او وروستۍ لوبه وه.
تر دې وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۳۱ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې سریلانکا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.
خو افغان لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او په دې سیالۍ کې یې خپله دوهمه ماتې تجربه کړه.
له دې پایلو سره د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې له کومې بریا پرته د اسیا د ځوانانو په کپ کې خپل حضور پای ته ورساوه.