د پاکستان امنيت ځواکونو او د دغه هېواد د حکومت پر ضد د وسله والو مخالفينو ترمنځ په تېرو دوو ورځو کې په نښتو کې شل تنه وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه نښتې د خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان په ولایتونو کې شوې دي.
د دغو راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې ۱۶ دولت ضد وسله وال او ۴ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د شخړو سیمې
د پاکستان پوليس وايي، استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملياتو کې د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په باکا خېلو سيمه کې پنځه وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي. په دې جګړه کې یو پاکستانی امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.
په عین حال کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دغه ايالت د خیبر ولسوالۍ په شقاى سیمه کې په نورو عملیاتو کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو درې عسکر وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
د خيبر ولسوالۍ ځايي سرچينو پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې په خيبر کې له امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی يو بريدګر د روان کال د خبريال خليل جبران په وژنه کې لاس لري.
په ورته وخت کې او په یوه بله جلا پېښه کې د پاکستان پولیسو په میانوالی کې د پنجاب ایالت د چاپرى پر پولیسو برید دفع کړ، چې په پایله کې یې ۴ وسله وال ووژل شول. په دې جګړه کې د دغه هېواد دوه تنه پوليس هم ټپيان شوي دې.
په دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي، «ترهګرۍ» بریدونو او وسله والو نښتو شاهد دی.
پاکستاني چارواکي تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د اکثرو دغو بریدونو مسؤل بولي.