ورزش

افغانستان د آسیا رګبي سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د رګبي ملي ټیم په آسیايي لوبو کې ایران ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده.

د آسیايي رګبي سیالیو په لړ کې چې د اندویزیا په جاکارتا کې روانې دي، د افغانستان ټیم ۲۲ د صفر پروړاندې په نیمه پایلوبه کې پر ایران بریا ترلاسه کړه.

افغانستان په دغو لوبو کې اردن، هندوستان، اندونیزیا او ایران ته ماتې ورکړې ده.

په پام کې  ده نن د افغانستان لوبډله په پایلوبه کې د سنګاپور پروړاندې مبارزه وکړي.