ښځې

د افغان ښځو غږ غورځنګ: نړۍ باید طالبان د بشري حقونو د سرغړونو له امله «محاکمه » کړي

د افغان ښځو غږ غورځنګ چې مشري يې د ښځو د حقونو فعاله هديه صاحبزاده د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له خوا «جنسيتي تبعيض» په رسمیت وپېژني. د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله د دوی د محاکمې لپاره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ وايي، پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو وضعیت کړکېچن شوی او افغان مېرمنې د زده کړو، کار، سیاسي او فرهنګي ګډون او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د افغان ښځو غږ غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د فزیکي، جنسي او رواني تاوتریخوالي په ګډون د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه په «سیسټماتیک» ډول پلي شوي دي.

دغه غورځنګ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له زیږون څخه تر مړینې پورې دوام لري چې پکې وهل ټکول، رواني شکنجه، جنسي تېري، پټې وژنې او جبري ودونه شامل دي.

د دې غورځنګ په وینا، ډیری دا تاوتریخوالی د غچ اخیستنې له ویرې ناڅرګند پاتې کېږي او پایلې یې یوازې په ښځو ندي؛ بلکې په ټوله ټولنه کې ویجاړونکي اغېزې لري.

غوښتنې

د دغه غورځنګ ښځینه غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعيض» په رسمیت وپېژني او د بشري حقونو د سرغړونو په تور د طالبانو د محاکمې لپاره اقدام وکړي.

له بلې خوا په دې خبرپاڼه کې له نړۍ غوښتل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي کمپاینونه تنظیم کړي، د قربانیانو د تجربو د بیانولو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي، ښځو ته د روغتیايي، رواني او حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د سرپناه او ملاتړ مرکزونه جوړ کړي او په دې برخه کې د ښځو ونډه زیاته کړي. په ټولنه کې د دوامدار بدلونونو د یقیني کولو لپاره سیاسي او تصمیم نیونه تضمين کړي.

دغو مېرمنو همداراز له ټولو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» د پای ته رسولو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله حساب ورکولو ته د طالبانو اړ اېستلو لپاره پرېکنده عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد د اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټيز حقونه او آزادي تر پښو لاندې شوې او طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو او ښځې د زده کړو له دوامه او تحصيل محرومې کړې دي.