سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي د جنګیالیو یوه ډله له افغانستانه پاکستان ته د داخلېدو پرمهال ونیول شوه

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پى) یوه ډله یې له افغانستانه پاکستان ته د داخلېدو پر مهال ونیوله.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، اسلام آباد په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پولې اغېزمن مدیریت ډاډمن کړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره وکارول شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې خبرداری ورکړی چې تېره اوونۍ د تحریک طالبان پاکستان یوه ډله له افغانستانه پاکستان ته داخله شوې او احتمال لري چې د دوی موخه د تحریک انصاف د مشر عمران خان د پلویانو پر غونډې برید وي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو اونیو کې د ګڼو ناکراریو چې پکې خیبر پښتونخوا کې پر ملکي وګړو مرګوني بریدونه، فرقه ییز تاوتریخوالی او د عمران خان د پلویانو پراخ لاریونونه شامل دي، شاهد دی.

پر پوله نښتې او له طالبانو څخه غوښتنې

د پاکستان پوځ همداراز اعلان کړی چې د سرحدي نښتې په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان یو جنګیالی وژل شوی او د هغوی یوه ډله نیول شوې ده. په دغه خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې طالبان باید خپل مکلفیتونه پوره کړي او د پاکستان پر ضد د تروریستي عملیاتو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخیستل ودروي.

خو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو په سیوري کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیت آزادي په افغانستان کې د دغې ډلې د ودې اصلي لامل دی.

تر اوسه طالبانو د پاکستان د پوځ د څرګندونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملي ادارې د خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی. په ورته وخت کې دوی تل په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو شتون او فعالیت رد کړی دی.

د پوځي چارو کارپوه بسم الله تبان وايي: «طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي فعالیت، ګواښ او شتون ردوي. خو پاکستان بیا وايي چې د دوی د ناکراریو ریښه په افغانستان کې ده. د طالبانو او پاکستان تر منځ د ننني سړو اړیکو یو اصلي عامل چې د طالبانو مهم ملاتړی بلل کېده، د ټي ټي پي مسله ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام آباد د یکشنبې په ورځ د عمران خان د پلویانو له خوا د پراخو لاريونونو شاهد دى. پاکستاني چارواکو په ښار کې سخت امنیتي بندیزونه لګولي او په ګڼو سیمو کې یې پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې ټینګار کړی چې په دغو لاريونونو کې د ترهګريزو بريدونو خطر شته. د دغه سازمان په وینا، د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي له افغانستان څخه پاکستان ته ننوتلي او ښايي د تحریک انصاف د پلویانو راټولېدنې په نښه کړي.