سوداګري

د خوست له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د مستقیمو الوتنو پیل

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې له خوست نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه الوتنې پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۳مه) پیل شوې.

د يادې خبرپاڼې له مخې له دغې هوايي ډګر څخه جدى ښار ته لومړۍ الوتنه د کام اير خصوصي هوايي شرکت له خوا ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به په اونۍ کې یوه الوتنه د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي دکورنیو او بهرنیو الوتنو د ټکټونو له لوړې بیې شکایت کوي.

دغه هېوادوال زیاتوي چې په هېواد کې له اقتصادي ننګونو سره سره د الوتنو د ټکټونو پیسې ورکول ورته ستونزمن دي.