سوداګري

طالبان وايي، په هېواد کې يې د ۲۱ کانونو د « کشف او کيندنې» چارې پيل کړې دي

د طالبانو د رٸيس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات، غور، پراون، بغلان او کندهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۱ کانونو د «کشف او کيندنې» کار پیل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو کانونو کې په هرات کې اوسپنه، په غور کې سرب او جست، په تخار او بغلان کې سره زر، په کابل کې ياقوت، کرومایټ په پروان، سمنټو په پروان، هرات او کندهار، باریت او ډبرو سکاره په هرات کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد د کانونو د کيندنې او له شرکتونو سره د تړونونو د لاسلیکولو په اړه له نیوکو سره مخ شوي دي.

خو بله خبره چې تل پرې نیوکې شوې، د دغو کانونو د عوایدو په لګښت کې د روڼتیا نشتوالی دی. د هېواد اوسېدونکو په وار وار د عامه ګټو لپاره د کانونو پر لګولو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د وروستي ټولنیز-اقتصادي لید پر بنسټ، د سیاسي سیسټم بدلون د طبیعي پېښو سره یوځای د ټېټ شالید پیښو سره افغانستان د نړۍ په دوه یا درېیو بې وزلو هېوادونو په قطار کې راوستى او د افغانستان ناخالص تولید له پنځه ملیارده ډالرو څخه ډیر کم شوی دی.

ملګري ملتونه د افغانستان ناخالص کورني تولیدات چې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۰ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلى و، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره اټکل کړى دى، چې پر بنسټ یې د طالبانو د واکمنۍ په درېيو کلونو کې د افغانستان ناخالص کورني تولید عایداتو څه باندې میلیارده ډالره کموالی ښيي.

د افغانستان ناخالص تولید به په ۲۰۲۰ کال کې ۲۰.۴ میلیارده ډالره، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۴.۲ میلیارده ډالره، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۳.۸ میلیارده ډالره، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۳.۲ میلیارده ډالره او په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲.۲ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

ز

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو پر بنسټ، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۲۲ لوی کانونه چینايي، قطري، ترکي، برېټانوي، ایراني او ځینو کورنیو شرکتونو ته سپارلي دي.

د دغو کانونو ټولیز ارزښت څه باندې ۷،۵ میلیارده ډالره دی چې د آمو سیند د نفتي حوزې، په هرات، کندهار، پروان کې د سمنټو درې پروژې، د غوریانو د اوسپنې کان، د غور ولایت د سرب کان او د تخار د سرو زرو کانونه د دغو کانونو له جملې څخه دي.

د لویو کانونو لپاره خورا مهم تړونونه

د کان نوم: د غوریانو د اوسپنې کان

د پانګونې اندازه: ۴.٨ ميلیارد ډالره

قراردادي شرکتونه: ترکیه، انګلستان، ایران او په افغانستان کې کورني شریکان

کان نوم: جبل السراج سمنټو پروژه

د پانګونې اندازه: ٢٢٠ ميلیون ډالره

قراردادي شرکتونه: يو قطري شرکت او يو افغاني شرکت

د کان نوم: د غور ولایت سرب

د پانګونې اندازه: ۵٣٧ ميلیون ډالره

قراردادي شرکت: افغان انوېسټ

د کان نوم: د تخار سمتي د سرو زرو کان

د پانګونې اندازه: ٣١٠ ميلیون ډالره

قراردادي شرکت: د چین شرکت

د کان نوم: د لوګر د عينکو د مسو دوهم کان

د پانګونې اندازه: ۴١٢ ميلیونه ډالر

قراردادي شرکت: له چین څخه

کان نوم: د آمو سيند د تېلو حوزه

د پانګونې اندازه: ١۵٠ ميلیونه ډالره

قراردادي شرکت: له چین څخه

طالبانو ډېری لوی کانونه چینایانو ته سپارلي او په تېر کال کې طالبانو یوازې د آمو سیند له نفتو، زمرد، سربو او جستو له پلور څخه څه باندې سل میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د آمو سیند د نفتو د حوزې عاید: ۹۴.۵ میلیونه ډالره

زمرد پنجشیر عاید: ۴.۵ ميلیون ډالره

د سرب او جستو عاید: ۱۴ ميلیونه ډالره

خو څرنګه چې طالبانو د ملي بودجې اندازه پټه ساتلې ده، نو د ډبرو سکرو په ګډون له ټولو کانونو څخه يې لاسته راغلي عايد هم پټ ساتلي دي.