ورزش

الله محمد غضنفر د افغان کرېکټ په نړۍ کې یو نوی استعداد 

افغانستان په چټکۍ سره د کرېکټ په ډګر کې د تکړه بالرانو په هیواد بدلېدونکى دى. هر کال په هېواد کې د توپ اچونې په برخه کې نوي استعدادونه راڅرګندېږي او اوس ۱۸ کلن الله محمد غضنفر د کرېکټ نړۍ ته تازه ورپېژندل شوی دی.

نوموړي په دې وروستیو کې د شپږو ویکټو په اخیسلتو سره په شارجه کې په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې بنګله دېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه.

د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان په لوبه کې په ۶.۳ آورونو کې په ۲۶ منډو د ۶ وېکټو په لاسته راوړلو خپلې فوق العاده کارکردګۍ د مینه والو او د کرېکټ د کارپوهانو پام ځان ته واړاوه.

په زړه پوری فعالیت

په همدې حال کې افغانستان په پرونۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه او د ٢-١٢٠منډو په توپیر په ښه حالت کې و. خو لوبې ته د غضنفر ننوتلو خپله لاره په چټکۍ بدله کړه. په یوه اوور کې یې درې وېکټې واخیستې او بنګله دېش يې له قوى موقعيت څخه د ماتې کندې ته ورساوه.

مېلمنه لوبډله په چټکۍ سره له١٣٢-٣ امتيازاتو څخه ١٤٣-١٠ امتيازاتو ته راښکته شوه او دا ټول بدلون د غضنفر د جادويي کارکردګۍ له امله و. د هغه ٦-٢٦ ارقام د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په یو ورځنیو لوبو کې د یوه لوبغاړي لخوا غوره کارکردګي وه، چې په ٢٠١٩کال کې په ساوت همپټون کې د شکیب الحسن ۵-٢٩ ریکارډ مات کړ.

الله محمد غضنفر څوک دی؟

د غضنفر د عروج کیسه د هغه د استعداد په څیر بې ساري ده. هغه په ​​پیل کې د تېز بالر (فسټ بالر) په توګه روزل شوی و. خو د افغانستان پخواني کپتان دولت احمدزي د یو سپېن بالر په توګه د هغه وړتیا وپېژندله او دې پرېکړې د غضنفر برخلیک بدل کړ.

غضنفر د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال د ۱۹کلونو کم عمره نړیوال جام سياليو کې د خپلې کارکردګۍ له امله د پام وړ وګرځېد او په څلورو لوبو کې یې اته وېکټې واخیستې او ملي لوبډلې ته یې د ننوتو لاره ومونده کړه. هغه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ٢٠٢۴ کال په مارچ کې د ١٦ کلنۍ په عمر کې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه.

د حساسو لوبو ستوری

Photo: Afghanistan Cricket Board

غضنفر په مهمو سیالیو کې خپله وړتیا ښودلې ده. نوموړي د اسيا د ۲۳ کلنو سياليو په پايلوبه کې د سريلانکا پر وړاندې دوه مهمې وېکټې واخېستې او افغانستان يې خپلۍ لومړي اتلولۍ ورساوه. همدارنګه نوموړی سږ کال د مجیب الرحمن پر ځای د هند غوره لیګ سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره یوځای شو. که څه هم هغه د لوبې کولو چانس ترلاسه نه کړ؛ خو دا تجربه د هغه لپاره ارزښتناکه وه او داسې ښکاري چې هغه به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ په معتبرو لیګونو کې وځلیږي.

د افغانستان د بریا لپاره یو مهم لوبغاړی

غضنفر تر دې دمه د افغانستان  لپاره په شپږو یو ورځنیو لوبو کې لس وېکټې اخیستي او دا یې په ډاګه کړې چې د تېرېدونکې پدیده نه ده. هغه د سویلي افریقا پر وړاندې د افغانستان په تاریخي بریا کې مهم رول ولوباوه او په درېيو لوبو کې یې څلور ویکټې واخیستې. که څه هم د ده د وېکټو شمېر ډېر نه و؛ خو د لوبې د کنټرول او پر مخالف فشار د هغه وړتیا د راشد خان په څېر لوبغاړو ته د برید فرصت برابر کړ.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي د غضنفر له استعداده خوښي څرګنده کړه او په ټوکه یې د ناسم توپ اچولو عادت ته اشاره وکړه. شاهدي وویل: «هغه ځانګړی وړتيا لري او د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی لري. زه د هغه غوراويو څخه ډیر خوښ یم چې موږ په بنچ کې لرو.»

د الله محمد غضنفر راتلونکی

د الله محمد غضنفر صعود اوس پیل شوى دى. د تکړه سپن بالرانو د روزنې په برخه کې د افغانستان مخينې ته په پام سره، د هغه لاره به ډیره په زړه پورې وي. د کرېکټ مینه وال په ډیره لېوالتیا سره انتظار کوي چې هغه په ​​​​نړیوال سټیج کې ډیرې تجربې په لاسته راوړلو سره کومې برياووې ترلاسه کوي.

په حاضر وخت کې، دا په زړه پورې ده چې وګورئ چې دا نوی استعداد د کرکټ نړي ته خپل سبک راوړي. ښاغلی غضنفر په یوه لوبډله کې چې ډېر تکړه توپ اچوونکي لري لوبې ته نوی او زړه راښکونکی اړخونه زیاتوي.