سوداګري

یوه سوداګر د هېواد د زعفرانو کلني  ۶۰۰ کیلو ګرامه پېر سپارښتنه وکړه

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (يو اېس آى ډي) ویلي، چې په فرانسه کې یوه نړیوال سوداګر هر کال د ۶۰۰ کیلوګرامو افغان زعفرانو د پېرلو  سپارښتنه کړی دی.

دې سازمان پر اېکس لیکلي چې دا وړاندیز د فرانسې په پارېس کې د سوداګرۍ په نندارتون کې د دغه سوداګر لخوا ورکړل شوی دى.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغه سوداګر له خوا د هېواد د زعفرانو د پېرلو ټولیز ارزښت یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان زعفران د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمېرل کیږي.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره زیاتوي چې دغه حکم کولای شي د دغه هېواد د اتباعو پر ژوند اغېز وکړي.

د یادونې وړ ده چې په بلجیم کې د «مزې نړیوال انسټیټیوټ» د افغانستان د هرات زعفران د ٢٠٢۴ کال «غوره خوند لرونکي»جایزه ګټونکي اعلان کړل.

دغه بنسټ وايي چې د هرات زعفران د نړۍ د غوره پخلي کوونکو په ګډون د یوه پلاوي له خوا لومړی مقام خپل کړ.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم مخکې اعلان وکړ چې د هرات زعفران چې په دې سیالیو کې د افغانستان استازیتوب لپاره استول شوي وو، سږ کال د نهم ځل لپاره دا جایزه ګټلې ده.