پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې نن سهار د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر اوو تنو ته لوړ شو.
د دغه هېواد د پولیسو چارواکو ویلي، چې په دې چاودنه کې ماشومان او پولیس وژل شوي دي. د دوی په وینا ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نن سهار (جمعه، د لړم۱۱مه) چاودنه وشوه.
د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي نعیم بازايي ډان نیوز ته وویل: «تر اوسه د پنځو زده کوونکو په ګډون اوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.»
هغه زياته کړه، چې چاودنه نن سهار شاوخوا ٨:٣۵ بجې د مستونګ ملکي روغتون ته څېرمه شوې ده.
بازايي زیاته کړه، «داسې ښکاري چې یو بم چې په موټرسایکل پورې تړلی و، د پولیسو موټر ته څېرمه وچاودېد.»
په دې سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي میانداد عمراني هم «ډان نیوز» ته ويلي و، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د «ریموټ کنټرول» په وسیله چاودنه شوې ده. هغه زياته کړه چې وژل شوي ماشومان د پنځو او لسو کلونو ترمنځ دي.
د پېښې له ځایه انځورونه ښيي چې پولیس او نور خلک د پولیسو سوځول شوي موټر ته نږدې راټول شوي دي.