د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې پاکستان تل چمتو دی چې ستونزې د خبرو او مشورې له لارې حل کړي.
آغلې بلوچ له خبريالانو سره په ناسته کې په پاکستان کې د طالبانو د استازي سردار احمد شکیب څرګندونو ته هم اشاره کړې ده.
شکیب ويلي و، افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې لاس نه لري او د تحریک طالبان پاکستان مسله خبرو ته اړتیا لري، خو پاکستان دغه چاره رد کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی، چې پاکستان له هغو ترهګرو ډلو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري، چې د پاکستاني اتباعو او ځواکونو د وژنې مسوول دي او پر افغان حکومت یې غږ کړی، چې د دغو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.
آغلې زهرا بلوچ ويلي چې د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د راپورونو په چې په نتیجه کې یې یو شمیر افغان کډوال مړه او ټپیان شوي، تبصره نه شي کولاى ځكه تر اوسه د افغانستان د موقت حکومت لخوا کومه خبرپاڼه او بيانيه نه ده ترلاسه کړې.
هغې همداراز افغان پناه غوښتونکو ته د پاسپورټ وېشلو په اړه وويلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وزير اسحاق ډار له خوا کډوالو ته د پاسپورټونو په ورکولو د بنديز د لرې کولو پرېکړه تاييد کړې، خو په کورنيو چارو وزارت کې لا هم ډېرى دوسيې پرتې دي او په بهر کې د مېشتو پاکستانيانو شکايتونه هم شته او د پاسپورټونو په پروسس کې د ځنډ راپورونه هم ورکول شوي دي.