سویلي آسیا

د وسله والو بریدګرو په برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس ووژل شول

دخيبرپښتونخوا په دېره اسماعيل خان ضلع کې دامنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کې لږ ترلږه ١٠ پاکستاني پوليس ووژل شول.

د اسوشېټېد پرېس په وینا، برید کوونکو د برید لپاره وسلې او لاسي بمونه کارولي دي.

په دغه برید کې یو شمېر نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

د سيمه ييزو پوليسو يوه چارواکي عبدالروف ويلي، چې بريد کوونکو ته هم مرګ-ژوبله اوښتې، خو له خپلو مړو او ټپيانو سره تښتېدلي دي.

په يو خبرپاڼې کې دخيبرپښتونخوا عالي وزير علي امين ګنډاپور وژل شوؤ امنيتي ځواکونو ته تسليت وړاندې کړى اؤ دقربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ګومان کیږي چې عاملین یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي غړي) دي، چې په منظم ډول په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د ټي ټي پي پر ضد د استخباراتو په مشرۍ عملیات ترسره کړي او په ٢٠٢١ کې د افغان طالبانو له خوا په افغانستان کې واک ترلاسه کولو وروسته نور هم زړور شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یوه جلا ډله ده، خو د افغان طالبانو نږدې متحد ګڼل کېږي.

پر امنیتي اډې برید ۲۴ ساعته وروسته له هغې وشو چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ او د ختیځ پنجاب ایالت په میانووالی کې ۱۹ وسله وال ووژل.