سویلي آسیا

د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۹ وسله وال ووژل شول

File photo.

د پاکستان پوځ وايي، په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې له وسله والو مخالفينو سره په درې جلا نښتو کې ۱۹ وسله وال ووژل شول.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لمړنۍ نښته شپه د باجوړ په سیمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۹ وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دېره اسماعيل خان سيمه کې دپوليسو اؤ تندلارو ترمينځ سخته نښته رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د پنجاب ایالت په میانووالی کې د پولیسو ځواکونو په بل عملیاتو کې ۱۰ وسله وال وژلي دي.

د اى بي سي نیوز د راپور له مخې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې د افغان طالبانو طالبانو د بيا واکمنۍ  راهيسې زړور شوي دي، په وروستیو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو په تېره بیا د پاکستاني طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره مخامخ شوي دي.

د اى بي سي نیوز د راپور له مخې، دغې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې واک ته ورسېد، په ځلونو د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه کړي او په سرحدي ښارونو په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې یې د ناامنۍ څپې خپرې کړې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغو سیمو کې اوس هم امنیتي عملیات روان دي، پوځ او پولیسي ځواکونه په دغو سیمو کې د ثبات د راوستلو لپاره له یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.

پاکستاني چارواکي د وسله والو د ځپلو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي او په شمال لوېدیځ او سرحدي سیمو کې یې د وسله والو د کمزوري کولو او د هغوی د فعالیتونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.