ستاسو نظر

د برېکس راتلونکی او د نويو راټوکېدونکو قدرتونو نوې لار

د روسيې د تاتارستان په کازان ښار کې د بريکس د غړو هېوادونو شپاړسمې غونډې د ډېرو پام ځانته اړولی دی. دغه غونډه د دغه سازمان له پنځلسو پخوانیو غونډو څخه د پام وړ توپیرونه لري. روسیه چې دا ځل د برېکس د غونډې کوربه ده، هڅه کوي چې خپل ټول توان په خپله ګټه وکاروي، لکه څنګه چې د برېکس نور غړي هم ورته تمه لري.

خو برېکس چې د جي٧ پر بدیل د بدلېدو په لاره کې دی څه دى؟

 برېکس د هغه ګروپ نوم دی چې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو له خوا رهبري کیږي، چې نوم يې د غړو هېوادونو برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا د انګليسي نومونو د لومړیو تورو په یوځای کولو سره جوړیږي.

 برېکس یو بین البراعظمي اتحاد دی چې د نړیوال اقتصاد او سیاست لپاره یې نوی جوړښت چمتو کړی دی. د کارپوهانو په آند دغه ځواکمن نړيوال ايتلاف د اروپا او امريکا له ګډون پرته جوړ شوی او د دې وړتيا لري چې په مهمو نړيوالو اقتصادي او سياسي فورمونو او بحثونو کې د يوه پياوړي غږ په توګه د اوسني واکمن نظام حاکميت وننګوي.

برېکس د پنځو هېوادونو سوداګریزه شورا ده چې د پیړۍ په پیل کې ترټولو ګړندۍ وده کوونکی اقتصاد و ، او اوس لږترلږه یو له دوی څخه ، چین باید د رامنځته شوي اقتصادي ځواک پرځای یو نوى راڅرګندېدونکى اقتصادي ځواک وګڼل شي.

د چين، هند، برازيل او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٦ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې سره وکتل او لومړۍ رسمي سرمشريزه په ٢٠٠٩ کال کې په روسيه کې جوړه شوه. په راتلونکي کال کې سويلي افريقا هم د سوداګرۍ په دې شورا کې شامله شوه او هر کال دا سرمشريزه غونډه په يوه غړي هېواد کې جوړېږي.

اوس مهال د برېکس دوه غړي هېوادونه د امنيت شورا دايمي غړي دي او درې نور هېوادونه په امنيت شورا کې د دايمي غړيتوب او د نړيوالو سياسي او مالي جوړښتونو د سمون غوښتنه کوي. د نړیوالو شنونکو په آند، امریکا د برېکس سرمشریزې له مخالفانو څخه ده او تل یې هڅه کړې چې د خپلو لوېدیځو متحدینو ترڅنګ د نورو پرمختللو هېوادونو د نړیوال کېدو بهیر وننګوي.

د برېکس بنسټ اېښودونکي اکثره هېوادونه دي چې یا د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړۍ د اوسني اقتصادي نظم سره مخالف دي لکه روسیه او چین او یا هم د داسې حکم څخه ناراضه دي لکه هند او برازیل.

برېکس په پیل کې یوازې ۵ غړي درلودل، بیا يې وروسته د غړيو شمېر ٩ ته لوړ شو، خو د کازان په ښار کې یې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په شتون کې د درېیو ورځو (اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴) پورې ۱۶مه غونډه د خپل ناڅاپه پراخېدو اعلان کوي.

دا ځل د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د برېکس په غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوې وه، او هغه په ​​کازان کې د برېکس غونډې په لومړۍ ورځ کې ګډون وکړ، چې د اوکراین لخوا د سختو نیوکو سره مخ شو. اوکراین وايي، ښاغلي ګوتریش د ویانا په غونډه کې چې د اوکراین په ملاتړ جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ.

دا ځل د برېکس د غړو هېوادونو د شپاړسمې غونډې اجنډا ډېره بلند پروازانه وه، د هېواد د تکړه کارپوه ډاکټر ملک سيتز په وينا، دا ځل برېکس له يوې داسې اجنډا سره راښکاره شو چې پخوا يوازې د ملګرو ملتونو د سازمان اجنډا وه.

د ښاغلي سیتز په وینا، «د برېکس غړي دولتونه په روسیه کې سره راټول شوي ترڅو د اقتصادي پراختیا، تخنیکي امنیت، جیو پولیټیکل وضعیت، غړیتوب او د نړیوال چاپیریال په اړه بحث وکړي.»

د بنسټ ایښودونکو په وینا، برېکس د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو په څېر یو نظامي سازمان نه دی، مګر کله ناکله اورېدل کیږي چې روسیه او چین په نړۍ کې د کړکېچن وضعیت او د پیل شویو جګړو له امله د دې سازمان نظامي کولو ته لېوالتیا لري.

د برېکس په اهمیت د پوهېدو لپاره باید دې ټکو ته پام وکړو چې په پای کې به یې یادونه وشي: د نړۍ لومړی (روسیه)، درېیم (چین)، پنځم (برازیل) او اووم (هند) لوی هېوادونه؛ په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېوادونه (د نړۍ دوه ميلیارده نفوس) چین او هند دي؛ د سویلي افریقا پرته، څلور نور هېوادونه د مساحت له پلوه په لومړیو اوو هیوادونو کې او د نفوس او خالص توليد له پلوه د نړۍ په لومړیو لسو هېوادونو کې دي. د نړۍ له پنځو لویو پوځونو څخه درې یې فعال پرسونل لري.

په ټولیز ډول د برېکس هېوادونه د نفوس څلوېښت سلنه جوړوي، د ناخالص ملي تولید نږدې څلورمه برخه او د نړۍ ځمکې شاوخوا درېیمه برخه جوړوي. د دې لویانو په منځ کې ، سویلي افریقا ممکن کوچنۍ ښکاري ، خو دا د برېکس یوازینی افریقایي هېواد دی ، چې د داخلي ناخالص توليد له مخې په افریقا کې دوهم لوی اقتصاد دی (یا د بل اټکل له مخې ، درېیم)، په افریقا کې درېیم لوی اردو لري ، که څه هم د مساحت او نفوس له مخې (شاوخوا شپېته میلیونه)، په دې وچه کې شپږم دی. پلازمېنه یې ژوهانسبرګ د افریقا ترټولو بډایه ښار او اقتصادي پلازمېنه ده.

 برېکس هیوادونه په نړۍ کې د توکو، خدمتونو او خامو موادو تر ټولو مهم تولیدونکي دي او تمه کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به لوی شي. همدارنګه، د دغو هیوادونو د انرژۍ او نادر عناصرو په ګډون د طبیعي او ځمکې لاندې زېرمو لویو او متنوع زېرمو او په دغو هېوادونو کې ډیر او ارزانه کار او د تولید ټیټ لګښت ته باید پاملرنه وشي. د نويو راټوکېدلو قدرتونو وکولای شول چې په اقتصادي ډګرونو کې د امریکا حاکمیت او تسلط په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راولي، له همدې امله امریکایان اندېښمن دي چې د برېکس نوي غړي ومني او خپل پولي او بانکي تبادلې رامنځته کړي. په دې صورت کې به د ډالر حاکمیت او سلطه د نړیوال اقتصاد له یوې برخې څخه لیرې شي او د سوېفټ اهرم به د هېوادونو په وړاندې وکارول شي.

د برېکس هېوادونو ترمنځ د اسعارو د بدلولو مسٸله پلویان لري او له همدې امله د چین او روسیې په ګډون د دې هېواد یو شمېر غړي هڅه کوي چې په خپلو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ډالرو پر ځای د اسعارو د معرفي کولو هڅه کوي.

ډېری شنونکي پدې باور دي چې برېکس ممکن په ډېر لیرې راتلونکي کې د نړۍ یو له مهمو بنسټونو څخه وګرځي او په نړیوال ډګر کې نړۍ له يوه قطبي حالت څخه وباسي. که څه هم د دې ماتې نښې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې څرګندې وې.

طالبانو هم هڅه وکړه چې د برېکس غړو په ځانګړې توګه روسیې ته د یوه لیک په استولو سره په دغه سازمان کې شامل شي، خو د برېکس غړو د طالبانو لیک ته ځواب نه دی ویلی او داسې ښکاري چې لا هم دا وېره شته چې په برېکس کې د طالبانو غړیتوب به د دوی اوسني نړیوال وضعيت ته زيان ورسوي.

امیر نیک آٸين د افغانستان یو له پخوانیو ژورنالیستانو څخه دی، چې مقالې یې په ملي او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې دي.

د آمو وېبپاڼې د نظر په برخه کې لیکوالان خپرو شویو مقالو د منځپانګې مسٶلیت لري.