افغانستان

خبرپانه

د لطف الله نجفي زاده او سمیع مهدي په ګډون د افغانستان ځینو خبریالانو په یوه نوي نوښت کې، د آمو ټلویزیون تاسیس کړی دی. ددغه ټلویزیون ډیجیټالې خپرونې نن پیل شوې.

آمو ټلویزیون یوه خپلواکه بې پرې رسنۍ ده چې مالکیت او مشري یې د خبریالانو ده. آمو ټلویزیون چې د آمریکا متحده ایالتونو له واشنګتن ډي سي څخه فعالیت کوي، په افغانستان، سیمې، آروپا او شمالي امریکا یو شمېر خبریالان سره یوځای کړي، ترڅو د افغانستان په اړه بې پرې او خلاق خبرونه خلکو ته وړاندې کړي.

خبریال او د آمو ټلویزیون عامل مدیر لطف الله نجفي زاده په دې اړه وویل: «موږ هڅه کوو چې په آمو ټلویزیون کې خبریالی له سیاسي او مالي نفوذ څخه لرې وساتو. موږ د آمو خبریالان خوشحاله یو چې یو ځل بیا مو فرصت وموند چې د افغانستان په اړه اطلاع رسونه وکړو او د خلکو کیسې د نړۍ تر غوږونو ورسوو.»

د آمو ډیجیټالي نشرات په فارسي او پښتو ژبو په بېلابېلې محتوا وړاندې کېږي. دې ته په کتو چې افغانستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی، د آمو خبریالان به نه یوازې د هېواد اوسني وضعیت ته انعکاس ورکړي، بلکې راتلونکې او لنډې ماضي ته به هم کتنه وکړي چې افغانستان کې د بدلونونو لامل شو.

د آمو مسوول مدیر سمیع مهدي د آمو د ماموریت په اړه وویل: «په افغانستان کې د بیان آزادي په تېر یوه کال کې په خواشینوونکې توګه ځپل شوې ده. په آمو کې به زموږ لومړنۍ هڅه دا وي چې معتبره، عیني او خپلواکه خبریالي بېرته راژوندۍ شي.»

د آمو محدود مالي امکانات د غیردولتي بنسټونو او شخصي مرستو له لارې برابرېږي. آمو په پام کې لري چې ددې شبکې محتوا، کاروونکو او مخاطبانو ته د درناوي لپاره، د خپلو پروګرامونو د تمویل څرنګوالي کې بشپړه روڼتیا رعایت کړي.

د آمو خپرونې زموږ په وبسایټ او ټولنیزو رسنیو کې وڅارئ.