افغانستان

له ایران څخه اېستل شوي کډوال: پولیسو «مونږ سخت ووهلو»

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

له ایران څخه یو شمېر اېستل شوي کډوال وايي چې د دغه هېواد پولیسو دوی په «سخت» وهلي دي.

ځینې ​​دغه کډوال وايي، چې کله دوی په کار بوخت وو، ایراني پولیسو دوی ونیول او وې ویستل، چې اوس یې ښځې او ماشومان په ایران کې پاتې دي.

د دغو کډوالو له ډلې څخه یو شمېر یې زیاتوي چې ایراني پولیسو د دوی د ښځو او ماشومانو مخونو او سترګو ته د زیان رسولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.

د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د راپورونو پر بنسټ، د سه شنبې په ورځ د اسلام کلا او نیمروز له پولو څخه تر زرو زیات کډوتل هیواد ته داخل شول.

طالبانو څه نه دي ویلي چې د اېستل شويو کسانو شمېر څومره دى او څومره پخپل هېواد ته راستانه شوي، خو یو شمېر اېستل شوي کډوال وايي چې ایراني پولیسو لومړی دوى وهلي-ډبولي او بیا یې په زور له هېواده اېستلي دي.

غلام فاروق چې له ایران څخه شړل شوی کډوال دی وايي: «زه یو پنځه کلن زوی، دوه کلن زوی او یوه شپږ میاشتنۍ لور لرم، مېرمن مې د ډوډۍ موندلو لپاره نانوايي ته ولاړه. بوليس راغلل او زه یې بوتلم، زما کورنۍ په ایران کې ده او زه دلته بندی یم، اوه شپې په کمپ کې وم.»

په همدې حال کې له ایران څخه یو بل اېستل شوی کډوال عزت الله وايي: «زه اووه کاله مخکې ایران ته تللی وم، د خپلې مېرمنې د ناروغتیا په وخت، د هغې درملنه مې وکړه، په کمپ کې دننه ستونزې شته، له ما سره يې ناوړه چلند کاوه او ډېرې پیسې اخيستلې، دا ستونزې په ایران کې په هر ځای کې دي.»

له بلې خوا له ایران څخه یو شمېر اېستل شوي کډوال چې لا هم له هېواده د وتلو لپاره د حل لارې په لټه کې دي، وايي چې ایراني پولیسو د دوی پر وهلو ډبولو سربېره ښځې او ماشومان د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره ټپیان کړي دي.

عتیق الله، چې له ایران څخه یو کډوال شوی دی، په دې اړه وايي: «ماښام ۷ بجې دوی موږ له کور څخه یوړو، ډېر ووهل شول، کرج کمپ ته یې وېوړو، زموږ د ښځو او ماشومانو پر مخونو يې اوښکې بهوونکی ګاز وپاشه.»

دا شکایتونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې تیره اوونۍ یو شمیر افغان اتباعو آمو ته تایید کړه چې ايران ته د غيرقانوني تګ پرمهال د ایران په کلګان، سیستان او بلوچستان کې د ایراني پوله ساتو له خوا پرې ډزې وشوې او د دې پیښې په پایله کې د دوی یو شمیر ملګري وژل شول.

یوه پېښه چې طالبانو یې د څېړلو لپاره یوه کمېټه ټاکلې او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د دغې کمېټې موندنې خپرې کړي.