سوداګري

د کندهار نږدې ١٠ زره ټنه پیاز له افغانستانه بهر ته صادر شول

په کندهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له افغانستانه ۹زره۹۵۰ ټنه پیاز بهر ته صادر شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه صادرات په تېرو دوو میاشتو کې ترسره شوي دي.

د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه صادراتو ټوليز ارزښت دوه ميليونو ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه ریاست زیاتوي، چې دغه صادرات هند او پاکستان هېوادونو ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه سوداګر د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد يې ستونزمن کړي، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.