ورزش

د کرېکټ الف لوبډلې د درې اړخېزو سیالیو اتلولي وګټله

د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې په عمان کې د کرېکټ په درې اړخېزه سیالۍ کې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د افغانستان، هانګ کانګ او عمان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوې.

که څه هم د سه شنبې په ورځ (د تلې ۲۴) د افغانستان الف لوبډلې وروستۍ لوبه د هانګ کانګ پر وړاندې د باران له امله لغوه شوه. خو د عمان او هانګ کانګ د ټیمونو په وړاندې د دوو تېرو بریاوو له مخې، د دې سیالیو اتل وپیژندل شو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي چې دا اتلولي د دغو سیالیو په چوکاټ کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د افغانستان د الف لوبډلې د کرېکټ لوبغاړو د سیالیو مثبته پایله وه.

دغه چارواکي زیاتوي چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د اسیا د ځوانانو د ملتونو د جام په سیالیو کې د سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ له لوبډلو سره لوبه وکړي.

د دوی په وینا، د دې سیالیو په چوکاټ کې به لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۸مه د سریلانکا پر وړاندې ترسره شي.