ورزش

سي اې اېن: افغان ښځینه ورزشکارانې مجبورې شوې چې د کډوالو په ټیمونو کې شاملې شي

سي اېن اېک په یوه تازه راپور کې ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د نارینه وو ټیمونه په نړیواله کچه په آزاده توګه سیالي کوي؛ خو د دغه هېواد ښځې له سپورټ منع دي او مجبورې دي چې له رسمي ملاتړ پرته سیالۍ وکړي او یا هم د کډوالو په ټیمونو کې د پناه غوښتونکو په توګه کار وکړي.

دغه خبري شبکې د هېواد د تکواندو لوبغاړې مرضیه حمیدي له قوله ویلي چې په اذربایجان کې د ۲۰۲۳ کال د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د افغان نارینه وو له لوبډلې سره د کډوالې په توګه مخامخ شوې ده.

آغلې حمیدي له سي اېن اېن سره په یوه مرکه کې ویلي چې د خپل هېواد له استازیتوبه  منع شوې او پخوانیو همکارانو ورسره د یوې پردۍ په څېر چلند کاوه.

مېرمن حمیدي زیاته کړه: «زما لپاره دوی د طالبانو ټیم دی، نه د افغانستان ټیم»؛ نوموړې د افغانستان د کرکټ پر لوبډلې هم ورته تورونه ولګول او غوښتنه يې وکړه، چې د المپيک په سياليو کې دې افغان ورزشي لوبډلې له ګډون څخه منع شي.

د آغلې حمیدي دا غوښتنه هغو بندیزونو ته ورته ده چې د«اپارتاید» په دوره کې پر جنوبي افریقا لګول شوي وو.

مرضیه حمیدي په دې مرکه کې ټینګار وکړ: د افغانستان د نارینه وو د کرېکټ ټیم د افغان ښځو استازیتوب نه کوي.

هغه وايي: «په افغانستان کې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښځې اوسي، دوی (ښځې) وجود نه لري.»

د هغې په ​​وينا، طالبانو د شريعت او اسلام تر نامه لاندې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ ويلي: “طالبانو ښځې او نجونې په ټولنه کې له بشپړ ګډون څخه بې برخې کړې او یا یې داسې شرایط رامنځته کړي چې د بشپړو انسانانو په توګه د هغوی د ګډون مخه ونیسي. د تبعیض، انزوا او محرومیت دغه وضعیت د ښځو او نجونو د انساني انکار بنسټیز کړی دی.

ښاغلي بینټ وویل، طالبان چې اوس په افغانستان کې په واک کې دي، له ټیکنالوژۍ سره ډېر بلد دي او د رسنیو په پرتله ډېر هوښیار دي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپور ورکوونکى زیاتوي، چې طالبان خورا پرمختللې عامه اړیکې او احتمالاً د څارنې جوړښت لري چې کولای شي بهرنیو هېوادونو ته هم نفوذ وکړي. که کومه پایله موجوده نه وي او که په وړاندې يې مقاومت ونه شي، نو “ټول ښځه ځپونکي” به هرچیرې دې مسٸلې ته متوجه شي.