افغانستان

د شپږیزې لیګ سیالۍ؛ د کابل کریکټ سټیډیم کې چاودنې درې کسان ټپيان کړل

کابل کې د کریکټ اسټډیم. عکس د کریکټ بورډ

د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي تاییدوي چې کابل کې د کریکټ لوبغالي کې د شپږیزې لیګ د لوبې پرمهال چاودنې لږ ترلږه څلور کسان ټپيان کړي دي.

چاودنه نن له غرمې وروسته په داسې حال کې وشوه چې د پامیر زلمو او بند امیر ټیمونو ترمنځ سیالي روانه وه.

د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې، چاودنه د لوبې نندارچیانو ترمنځ شوې او د نیم ساعت لپاره لوبه درېدلې وه، خو وروسته بېرته پیل شوه.

طالبان ددغې چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، او ددغې پېښې په اړه یې هم جزییات نه دي وړاندې کړي.

د کریکټ بورډ اجرايي رییس نصیب خان ځدراڼ د چاودنې د تایید ترڅنګ رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: “نن د شپږیزې لیګ د دوو ټیمونو د لوبې پرمهال چاودنه وشوه او په پایله کې یې زموږ څلور هېوادوال زخمیان شول. الحمد لله د کریکټ بورډ اداره، لوبغاړي او بهرنیان روغ دي. امنیتي ځواکونه راغلل او د سیمې کنټرول یې ونیوه.”

د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د کابل د ځینو روغتونونو د راپورونو له مخې، ډېر شمېر ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف دغه برید غندلی دی.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې ځینو غړو هم د چاودنې غندنه کړې.

د شپږیزې اتم دور لیګ سیالۍ د جولای په ۱۸ مه (چنګاښ ۲۷مه) د اتو ټیمونو ترمنځ پيل شوې او په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې چې د تېر لیګ اتلولي لري، د شپږو ویکټو په توپیر بند امیر ته ماته ورکړه.

هره ورځ دوه لوبډلې د کریکټ په نړیوال اسټدیم کې په کابل کې لوبېږي.