يو بنسټ چې د «ستراتیژیک اجراتو» په نوم پیژندل کېږي د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا ګډې خبرپاڼې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی دغه اقدام هرکلی کوي.
تر دې مخکې د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو په وړاندې شکایت وکړي.
د ستراتېژیک اجراتو بنسټ وايي، د افغانستان وضعیت ته باید عدالت او ځواب د نړۍ د پاملرنې محور وي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د دغه هېواد ښځې او نجونې د خپلو بنسټیزو حقونو له جوړښت او بنسټیز کمزوريو سره مخ دي، چې د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې خرابېږي.»
ستراتیژیک اجراتو ارګان همداراز ویلي، لکه څنګه چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون په خپرولو وښودل شول، د دې قوانینو او د طالبانو د «زیاتېدونکي ظالمانه کړنو» په غبرګون کې افغان ښځې د دوی په وړاندې د ترسره شوي «سرغړونو» او د دوی د حقونه پوره کولو لپاره د عدالت غوښتنې په لومړۍ کرښه کې دي.
د دغه بنسټ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «نړۍ باید طالبان له ښځو او نجونو سره د قصدي، جوړښتي او بنسټیزو ظلمونو له کبله حساب ورکولو ته اړ باسي. د طالبانو د جنسیتي تبعیض جوړښت د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون له خوا تضمین شوی هر حق لمس او تر پښو لاندې کوي.»
د يادولو وړ ده، چې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله به طالبان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.