افغانستان

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

کاپیسا کې د ښوونځي زده کوونکې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې اجازه ورکړي د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جون په ۲۹مه او ۳۰مه د امریکا ځانګړي استازي او په قطر کې د طالبانو لوړپوړو استازو ترمنځ کتنه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر حقونو دوامداره محدودیت ، د خبرو اصلي محور و.

په دغه کتنه کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ او د امریکا د خزانه دارۍ او د نړیوالې پراختیا ادارې (یو اس اېډ) استازو هم حضور درلود.

د امریکا بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي لوري طالبانو ته په دغه ناسته کې ویلي: “د امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو له غوښتنو ملاتړ کوي چې نجونو ښوونځیو او ښځې کار ته پرېښودل شي، ترڅو د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي، همداراز ازاد تګ راتګ وکړي او خپل نظر څرګند کړي.”

امریکا پر طالبانو لازم فشار نه دی راوړی

په ورته وخت کې د ښځو حقونو فعاله ازیتا رفت، امریکا د طالبانو پروړاندې په دوه ګوني سیاست تورنوي او وايي چې واشنګټن د ښځو حقونو د ملاتړ لپاره پر طالبانو لازم فشار نه دی راوستی.

هغې وویل: “که امریکا وغواړي نو کولی شي پر طالبانو جدي فشار راولي ترڅو هغوی اړ شي د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي نجونې ښوونځیو ته لاړې شي.”

د دوحې په دغې لیدنې کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مالیې وزیر او د مرکزي بانک چارواکو حضور درلود.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، ښاغلي متقي په دې ناسته کې د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا، پکتیا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د امریکا د ۵۵ میلیونه ډالرو مرستې مننه وکړه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل چې پر دوی فشار کم کړي.

ښاغلي بلخي امو ټلویزیون ته وویل: “د افغانستان پر نوي حکومت د فشار راوړلو پرځای باید د مثبتو تعاملاتو لارې ولټوو ترڅو وکولی شو پرمختګونو ته ورسېږو.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبانو په دغې ناستې کې له امریکايي لوري وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوي ارزي ذخایر آزاد کړي.