افغانستان

ایراني چارواکى: د ایران او افغانستان تر منځ څه باندې لس کیلومتره سرحدي دیوال جوړ شو

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان اعلان کړی، چې د ایران او افغانستان تر منځ ۱۰ کیلومتره زياته پوله په بشپړه توګه تړل شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، نوذر نعمتي ویلي، چې د پولې په ۵۰ کیلومترۍ کې د دیوال نصبولو ته چمتو دي او د پولې په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ کارګاوې د زېربنایي پروژو او د دیوال د نصبولو کار کوي. هغه ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان د پولې د بندولو دنده د پوځ ځمکنیو ځواکونو ته سپارل شوې ده.

نوذر نعمتي زیاته کړه: «موږ د افغانستان له شمالي برخې څخه د لارو د بندولو کار پیل کړی او په همدې سیمه کې مو د دغو فعالیتونو د څارنې لپاره همغږي کمپ جوړ کړی دی. دا پروژه په اصولو کې پرمختګ کوي او یوه برخه یې د اردو د ځمکنیو ځواکونو لخوا پلي کېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د پولو د بندولو موخه د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوی دی او زیاته یې کړه:« دا اقدام به د هېواد له اقتصادی سوکالۍ سره مرسته وکړی او له پولو څخه د ننوتلو او وتلو د لا کره کنټرول لامل شی. د پولو تړل د هېواد د دروازو د تړلو په معنی نه دي. ځکه چې موږ د نورو هېوادونو سره په ټولو پولو کې د ننوتلو او وتلو رسمي زمینې لرو.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د ایران په ګډون ګڼو ګاونډیو هېوادونو له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. ایران، سره له دې چې ظاهراً له طالبانو سره ښې اړیکې لري، د امنیت د تامین لپاره له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.