سویلي آسیا

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې اته تنه امنیتي سرتېري وژل شوي

File photo.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وسله والو په جلا جلا بریدونو کې اته پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ او پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې دغه بریدونه او نښتې د جنوبي وزیرستان په لاده سیمه او د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په سپین وام ولسوالۍ او بنو سیمه کې شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې، د شمالي وزیرستان په لاده سيمه کې د پاکستاني پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ امنیتي سرتېري او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دغو رسنیو زیاته کړې ده چې د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله په نښته کې ٧ نور وسله وال وژل شوی دی.

د دغو راپوروتو له مخې دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو غوښتل د پاکستان خاورې ته ننوځي.

په ورته وخت کې دغه رسنیو ویلي، چې په بنو سیمه کې د جمعې د ورځې په برید کې د پاکستان د استخباراتو یو کارکوونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي شوی دی.

د پاکستان د استخباراتو دغه چارواکى سلطان نیاز نومېږي او په بنو کې د سیمه ییزو استخباراتو د دفتر څېړونکى و.

دا برید هغه مهال رامنځته شو، چې نوموړی او ورور یې شهاب یوه مارکېټ ته څېرمه ناست وو، چې موټرسایکل سپرو بریدګرو پرې ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د وزیرستان په غلام خان سیمه کې د دغه هېواد د ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ په سرحدي نښته کې یو پاکستانی امنیتي سرتېرى هم وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د امنيتي پوستو په ګډون د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو او د پاکستان پر نورو دولتي بنسټونو بريدونو زياتوالى موندلى دى.