سویلي آسیا

د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې درې تنه ووژل شول

د پاکستان د دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په نانکاناى سيمه کې د دوی ځواکونو په یوه نښته کې درې وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دفاع وزارت ویاند ویلي چې دغو وسله والو په لاهور کې د «يوه لوی برید اراده» درلوده.

خو نوموړي په دې جګړو کې د پاکستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مرګ- ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم د پاکستان د دفاع وزارت د دغو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي؛ خو په دغه هیواد کې د ډېرى بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پر غاړه اخلي.

د پاکستان د دفاع وزارت د ویاند په وینا، وسله والو مخالفينو لومړی د دغه هېواد پر ځواکونو ډزې کړې دي.

د هغه په ​​وينا، له يادو وسله والو څخه درې لاسي بمونه، درې چاشني، د محافظتي فيوز تار، دوه کلاشينکوفونه، يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي هم د پاکستاني امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه وايي: «د ملي دفاع وزارت د ننکانايي لويې لارې ته څېرمه يې خپلې پلټنې پيل کړې او د وژل شويو ترهګرو د پېژندنې پروسه روانه ده.»

په ورته وخت کې، په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ، چې په اسلام اباد کې مېشته یوه څېړنيزه موسسه ده، اعلان کړی چې په دې هیواد کې په تېره میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله «ترهګریز او امنیتي ضد» بریدونه نږدې دوه برابره شوي دي.

د دغه څېړنيز انسټيټيوټ د راپور له مخې، په ټول پاکستان کې د تېرې مياشتې د ۳۸ بريدونو په پرتله په اګست مياشت کې ۵۹ پېښې شوي دي.