سویلي آسیا

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په پنجاب ایالت کې دوه وسله وال وژل شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه وايي، دوه وسله وال چې پلان یې درلود مهم تاسیسات په نښه کړي، وژلي دي

د پاکستان راډيو راپور ورکړو چې د وسله والو مخالفينو له پټنځاي څخه چاودېدونکي توکي، دوه کلاشينکوفونه، مرمۍ او يو لاسي بم ترلاسه شوي دي.

د راډيو په وينا، د نورو ترهګرو د موندلو لپاره عمليات روان دي.

په همدې حال کې د «سچ» په نوم یوې بلې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی، چې دغه دوه کسان د خپلو ملګرو په ډزو کې وژل شوي دي. د دې رسنۍ په وینا، د اګست په میاشت کې د بلوچستان آزادي غوښتونکو جبهې یو غړی د خپل یوه ملګري له خوا وژل شوی و.

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د پراخو ناامنیو شاهد دی. تر دې وړاندې د دغه هېواد حکومت د « ترهګرۍ» د له منځه وړلو په موخه د «قوي عزم» تر نامه لاندې عمليات پيل کړل.

دغه هېواد په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته د رسېدو راهیسې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د تاوتریخوالي ډکو بريدونو له زیاتوالي سره مخامخ شوی دی.