افغانستان

د افغانستان لپاره د تاشکند ناستې اهمیت ته یوه کتنه

دیدار هیئت طالبان با وزیر خارجه ازبیکستان در تاشکند عکس از وزارت خارجه طالبان

د تاشکند په ناسته کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ددې ډلې ځینې نور غړي برخه واخلي.

تمه کېږي چې دغه ناسته د سه شنبې په ورځ د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي توماس ویسټ او رینا امیري هم برخه ولري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي چارواکي به د ازبکستان په ناسته کې د افغانستان له خلکو پر “بې درېغه ملاتړ” ټینګار وکړي او له طالبانو به وغواړي چې “د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پروړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.”

په دغه ناسته کې به پر اقتصادی، سیاسي او نورو مسایلو خبرې وشي.

ددغې ناستې تر جوړېدو وړاندې، د طالبانو پلاوي چې په رأس کې یې امیرخان متقي دی، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت سلاکار او ولسمشر له ځانګړي استازي سره بېلابېلې لیدنې درلودې.

ددغو کتنو هدف، د طالبانو په رسمیت پېژندنې لپاره لابي ده.

د تاشکند په درې ورځنۍ ناسته کې به د امریکا، روسیې، اروپايي ټولنې، چین، بریتانیا، جاپان، ایران، پاکستان او ځینو نورو آسیايي هېوادونو استازي برخه ولري او په پام کې ده په دغه ناسته کې، افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدو، زده کړې او کار ته د نجونو او ښځو پر لاسرسي او دغه هېواد ته د بشري مرستو پر ډېرېدو بحث وشي.

سیاسي کارپوهان وايي، دغه ناسته به ترډېره پر اقتصادي مسایلو وڅرخېږي.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي وايي: “د تاشکند ناسته ښايي تر یوه بریده د افغانستان ستونزه حل کړي، خو ازبکانو او نورو ګډون کوونکو له وړاندې ویلي چې دې ناستې کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو مسئله مطرح نه ده.”

له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان دغه ناسته شرموونکې بللې او په دې باور دی چې دغه ډول ناستې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ده.

خو د نړیوالو اړیکو ځینې کارپوهان وايي، ازبکستان د سیاسي او امنیتي بحران مخنیوي لپاره دغه ډول ناستې جوړوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه مهدي افضلي وایي: “ازبکستان له ګاونډیانو سره ښې او نېکې اړیکې لري او هڅه کوي یوه همغږي رامنځته کړي چې له هغې لارې د سیاسي او امنیتي بحران د دوام مخه ونیسي. ځکه ددې بحران دوام به په ازبکستان او د منځني اسیا نورو هېوادونو کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شي.”

تردې مهاله د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد، د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او یوازې پاکستان، ایران، چین، روسیې، ترکیې او د منځنۍ آسیا ځینو نورو هېوادونو د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.