ورزش

افغانستان په یوه کال کې ۹۲ مډالونه ګټلي؛ خو د ښځینه ورزشکارانو له شتون پرته

طالب چارواکي وايي، افغان ورزشکارانو تېر کال په نړیوالو سیالیو کې ۹۲ مډالونه ګټلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم ښځينه ورزشکارانې د هېواد له ورزشي ډګرونو څخه بې برخې دي او له تېرو درېيو کلونو راهيسې طالبانو ښځو او نجونو ته په ورزشي فعاليتونو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو په دې وروستیو کې په هېواد کې پر ترکيبي رزمي ورزشونو (MMA) هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورت رئیس احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان لوبغاړو تېر کال په ۹۸ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړى دى  او د ۲۲ سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برونزو په ګډون یې ۹۲ مډالونه ګټلي وو.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په تېر کال کې په هېواد کې د تشويقي، مناسبتي او رسمي سياليو په ګډون څلور زره سيالۍ ترسره شوې دي.

د دغه رياست د شمېرو له مخې، چې په ٣٥ بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو کې ١٩١ سيالۍ ترسره شوې دي.

په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ د بنديز په اړه د پوښتنې په ځواب کې، وثيق وويل، د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د ښځو لپاره پارکونه جوړ کړي او که پروژې بشپړې شي، ښځې کولى شي په دغو ځايونو کې سپورټ وکړي.

هغه همداراز په ترکيبي رزمي ورزشونو بندیز تایید کړ، خو هغه د بندیز لاملونه روښانه نه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ورزشکاران په ځانګړې توګه هغه ښځې چې له هېواده وتلې دي، په نړیوالو سیالیو کې د نورو هېوادونو یا د کډوالو د ټیمونو استازیتوب کوي. افغان ښځینه ورزشکارې ذکیه خدادادي د پارېس په پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د ټیم په استازیتوب مډال وګاټه.