سوداګري

د هرات صرافانو په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاريون وکړ

په هرات کې یو شمېر صرافانو د نن(پنجشنبه) سهار په دغه ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاريون وکړ.

د دوی په وینا، وروسته له هغه چې طالبانو دوی ته د جواز اخیستو امر وکړ، د دوی د صرافۍ مارکېټونه او هټۍ له دوو میاشتو راهیسې د جوازونو د نشتوالي له امله تړلي دي.

تر دې وړاندې طالبانو امر کړی و، چې صرافان باید د خپل فعالیت د دوام لپاره د کار جواز ترلاسه کړي، خو له دې فرمان راهیسې د هرات د اسعارو په بازارونو کې د صرافۍ نږدې ۵۰۰ دوکانونه تړل شوي او بېرته نه دي پرانستل شوي.

د صرافانو د جواز اخیستلو لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوي فیس پر بنسټ،  د صرافۍ هر جواز له اتو میلیونو افغانیو څخه ډېر لګښت لري، چې ځینې صرافان وايي چې دوی نشي کولی ټاکل شوې پیسې ورکړي.