افغانستان

سبا به ازبکستان د افغانستان په اړه د نړیوالې ناستې کوربه وي

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند

د افغانستان د وضعیت ارزولو په هدف دوه ورځنۍ نړیواله ناسته سبا دوشنبې (زمري ۳مه) د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې پیلېږي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغه ناسته کې د شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه ولري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله فیسبوک پاڼه په دې اړه لیکلي: “ددې ناستې هدف دا دی چې د افغانستان امنیت، بیارغونې او په دغه هېواد کې د سواد ترویج او همداراز د سیمه ییزو همکاریو په پروسو کې د افغانستان شاملولو په تړاو نړیوالنه ټولنه کومه لاره غوره کوي.”

په ورته وخت کې د رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دغې ناستې کې د ګډون لپاره نن سهار (زمري ۲مه) د یوه پلاوي په مشرۍ تاشکند ته روان شوی دی. ویل کېږي له هغه سره په دې سفر کې د طالبانو د مالیې، اقتصاد، ترانسپورت، کانونو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د رېل لیکې ادارې استازي ملګري دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي: “[د طالبانو] اسلامي امارت به په ټولو ناستو او په ځانګړې توګه د تاشکند دوه ورځني ناسته کې خپل دریځ څرګند کړي او د نړیوالو غوږونو ته به یې ورسوي.”

هغه زیاته کړې، په پام کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ددغې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو اړخونو له استازو سره وګوري.

په ورته وخت کې د ازبکستان جمهور ريیس شوکت میرضیایف د آسیايي هېوادونو په ناسته کې چې د قرقیزستان په پلازمینه بیشکک کې جوړه شوې وه، په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د پایدارې سولې ټینګښت او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت پرمختګ باید ددغو هېوادونو له لومړیتونو وي.

ښاغلی ضیایف دغه ناسته کې وویل: “موږ د ګاونډي په توګه باید په افغانستان کې د ټیکاو غوښتونکي واوسو.”

هغه زیاته کړه: “موږ له دغه هېواد سره د سوداګرۍ پراختیا، سیمه ییزو اقتصادي جریانونو کې د افغانستان ښکېلولو، ددغه هېواد له خلکو سره بشردوستانه برخو کې د مرستو زیاتولو او مهمو ټولنیزو پروګرامونو مخته وړلو ته ژمن یو.”

په ورته وخت کې یو شمېر کتونکي د تاشکند ناسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پیاوړي کېدو او ددغه هېواد اقتصادي پراختیا لپاره مهم بولي.

سیاسي کارپوه سید محمد یزدان پرست وايي، ددې ناستې هدف په اصل کې د ازبکستان اقتصادي وده، د پولو د امنیت ساتنه او ددغه هېواد د رېل ترانزیت بېرته پيلېدل دي.

هغه زیاته کړه: “ددې ناستې اصلي هدف د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ پر غځېدونکې رېل پټلۍ ده چې په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال د درېیو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.”

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د رېل دغه لیکه له مهمو سیمه ییزو پروژو ده چې څلور میلیارده ډالر پرې لګښت راځي.

ددې طرحې له مخې، د رېل لیکه د ازبکستان له ترمز بندري ښار څخه پیلېږي او د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د پاکستان پېښور ته رسېږي چې د جنوبي او منځني آسیا ترمنځ مهمه ترانزیتي کرښه ده.