افغانستان

طالبانو تېره یوه اوونۍ کې کاپیسا کې درې پخواني پوځیان وژلي

سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په کاپیسا درې پخواني دولتي سرتېري وژل او یو یې نیولی دی.

مزمل او احمدولي په نجراب او محمد نبي په حصه اول کوهستان ولسوالۍ طالبانو لخوا په ډزو وژل شوي. پخوانی پولیس سرتېری نورآغا بیا په اله سای ولسوالۍ کې طالبانو نیولی دی.

په نجراب ولسوالۍ کې دوو سرچینو آمو ټلویزیون ته وویل، دغه دوه پخواني پوځیان د جمهوریت تر سقوط وروسته په کرکیلې بوخت و او له هېڅ ډلې سره یې اړیکې نه لرلې، خو طالبانو هغوی له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

ددغو سرچینو به خبره، احمدولي د پوځ پخوانی سرتېری د شنبه په ورځ (چنګاښ ۲۵مه) او د پوځ افسر مزمل د دوشنبې په ورځ په نجراب ولسوالۍ کې په خپل کلي ارباب خېل کې په داسې حال کې د طالبانو لخوا ووژل شول چې په خپلو ځمکو کې په کار بوخت و.

د افغانستان د بوځ پخوانی افسر مزمل نجرابي چې د سرچینو په خبره د طالبانو په برید کې وژل شوی. انځور د ټولنیزو رسنیو

ددغو سرچینو په وینا، محمد نبي د پولیسو سرتېری د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۹مه) د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په صورت بیګ خېل کلي کې د خپل کور دروازې مخې ته طالبان وویشت.

نورآغا چې د پولیسو پخوانی سرتېری او د اله سای اوسېدونکی دی، د پنجشنبې په ورڅ (سرطان ۳۰مه) د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

د وژل شویو پوځیانو خپلوانو امو ټلویزیون ته وویل، طالبانو هغوی ته ګواښ کړی چې له رسنیو سره خبرې او شکایت ونه کړي.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو ویل شوي چې د طالبانو په تېر لس میاشتني حاکمیت کې ۷۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي چې د طالبانو لخوا د عمومي عفوې تر اعلانولو وروسته، ددې ډلې غړو، ۱۶۰ پخواني نظامیان وژلي، ۱۷۸ یې په خپلسري ډول نیولي او ۵۶ یې شکنجه کړي او بدرفتاري یې ورسره کړې ده.

طالبانو ددغه راپور ټولې موندنې رد کړي او هغه یې بې بنسټه بللي دي.