نړۍ

زیلینسکي د اوکراین د هوايي ځواک قومندان له دندې ګوښه کړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین د هوايي ځواک قومندان له دندې ګوښه کړ.

د ښاغلي زیلینسکي دفتر اېف-١٦ جټ الوتکې له نسکورېدو یوه ورځ وروسته له دندې د میکولا اولشچوک د ګوښه کېدو اعلان وکړ.

د دغې الوتکې پیلوټ هم د دغې حادثې په پایله کې وژل شوی دی.

ښاغلي زیلینسکي په یوه ماښامنۍ وینا کې وویل: «ما پرېکړه کړې چې د هوایي ځواک مشر بدل کړم … زه د تل لپاره زموږ د ټولو نظامي پیلوټانو څخه مننه کوم.»

نوموړي د دغه شخص د ګوښه کېدو لامل نه دی وړاندې کړی، خو ا ويلي يې دي، چې بايد له پرسونل نه ساتنه وشي او د قوماندې د کچې پياوړتيا ته اړتيا ده.

د اوکراین لوی درستیز اعلان وکړ چې تورن جنرال آناتولي کریوونوزکا به په لنډمهاله توګه د هوایي قوماندې دنده په غاړه واخلي.

د اوکراین پوځ د دوشنبې د ورځې د الوتکې د غورځېدو علت نه دی ښودلی خو ویلي یې دي چې الوتکه په روسیه کې یوه هدف ته د رسېدو په وخت کې غورځیدلې ده.

اولشچوک د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکایي همکاران د پېښې په څېړلو کې د مرستې په حال کې دي.