د خيبر پښتونخوا په ديير بالاى سيمه کې ځمکې ښويېدنې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه له ١٢ کسانو ژوند واخيست.
پاکستاني رسنیو ویلي چې په مړو شویو کې شپږ ماشومان، درې ښځې او درې نارینه شامل دي.
د راپورونو له مخې، قربانیان تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې عملیات هم له ستونزو سره مخ دي.
ویل کیږي، چې په یاده سیمه کې د اورښت له امله ځمکښویدنه رامنځ ته شوې، چې له امله یې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د موسمي بارانونو تازه څپه روانه ده.
بل خوا د پاکستان د ناورين پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سند ایالت په ساحلي سیمو کې د لا زیاتو بارانونو د ورښت خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې کب نيوونکو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې سمندر ته د نامناسبو شرایطو له کبله له ننوتلو ډډه وکړي.