سوداګري

 د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د طالبانو په ګډون پرانیستل کېږي

طالبانو په ازبکستان کې د دوى د استازي په ګډون د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستلو اعلان وکړ.

د طالبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي معاونت  یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا سوداګريز مرکز  نن (پنجشنبه، د وږي ۸) پرانیستل کېږي.

د يادولو وړ ده، چې د ازبکستان او اذربایجان لومړي وزيران  او همدارنګه د قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړي چارواکي به په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر هم نن سهار د دغه نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه ازبکستان تللی دی.

دغه سوداګريز مرکز به د ازبکستان په ترمذ ښار کې چې د افغانستان له بلخ ولایت سره ګډه پوله لري، پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري او ټرانزیټي راکړه ورکړه په پام وړ کچه کمه شوې ده.

د د نېشن ورځپاڼې تازه کې خبر ورکړی، چې له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د تېر کال په پرتله ۵۹ سلنه کمه شوې ده.