افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره چې ټاکل شوې د سپټمبر له ۹مې تر ۱۳مې د هند په نويدا ښار کې ترسره شي، شل کسیزه لوبډله اعلان کړه.
خو د هېواد د کرېکټ ستوری راشد خان یو له مهمو کسانو دی چې په لوبډله کې نه لیدل کیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د راشد خان د لیرې کولو لامل نه دی په ډاګه کړی. خو دغه ستوری د روانې میاشتې په پیل کې د انګلستان په سل توپیز لیګ کې په پښه کې ټپي شوى دى.
د يادولو وړ ده، چې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په مشرۍ په دې لوبډله کې څو هغه لوبغاړي شامل دي چې د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان په ننوتلو کې یې مهم رول لوبولی دی. ټاکل شوې دغه لوبډله د اګست په ۲۸مه هند ته د یوې اوونۍ تمریناتي کمپ لپاره ولاړه شي. له دې وروسته به لوبډله د نیوزیلنډ پر وړاندې له لوبې مخکې په ۱۵ لوبغاړو ووېشل شي.
عظمت الله عمرزی هم یو له هغو لوبغاړو دی چې د لوبډلې برخه به وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په لوبډله کې د ځوانو استعدادونو په شاملیدو خوښي څرګنده کړې.
ښاغلي اشرف وویل: «زه خوښ یم یو شمېر ځوانان چې په کورني کرېکټ کې یې ښه کار کړی، آزمايښتي لوبډله کې د برخې اخیستو چانس ترلاسه کوي.»
د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهير شاه محبوب، اکرام علیخیل، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزی، ضياء الرحمن اکبر، شمس الرحمان، قیس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فرید احمد مالک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.