Uncategorized @ps

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې له ۸۰ زیاتې کورنۍ اېستلي

په یوه ورځ کې څه باندې ۸۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ويستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې ایران او پاکستان پرون (جمعه، وږي٢مه) په «جبري او اختيار توګه» ۸۴ کډوالې کورنۍ ایستلې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار او نیمروز ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه آژانس زياتوي، چې ۲۹ کورنۍ د تورخم او ۱۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې ۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستانې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو مخکې د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور وکړى و، چې پاکستان د روان کال د جولای له ۲۱مې د اګست میاشتې تر ١٧ پورې ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، په دغو کډوالو کې ۷۳۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې په ۶۷۴ موټرو کې له افغانستان سره پولې ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په ايران او پاکستان کې افغان کډوال په کراتو د دغو هېوادونو د حکومتونو او خلکو له ناسم چلند څخه شکايتونه کړي دي.