افغانستان

پنجشېر کې د ښځو اعتراض؛ نړۍ دې زموږ غږ واوري

پنجشېر کې د یوه طالب لخوا د یوې ښځې تر وژل کېدو وروسته، دغه ولایت کې یو شمېر ښځو اعتراض وکړ. چنګاښ ۲۸مه ۱۴۰۱

د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د یوه طالب جنګیالي په ډزو د یوې ښځې تر وژل کېدو وروسته، یو شمېر ښځې په دغه ولایت کې په یوې سرپټې فضا کې د اعتراض په ډول راټولې شوې.

دغو ښځو د سه شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۸مه)، امو ټلویزیون ته د یوې ویډیو په استولو، د عدالت او برابرۍ غوښتنه کړې ده.

دوی له دغو شعارونو سره چې «د پنجشیر خلک عدالت غواړي»، «د پنجشېر ښځو ته عدالت»، «د افغانستان لپاره عدالت»، د «د تاجیکانو وژل بس کړئ» او «نړۍ ولې د پنجشېر د خلکو وژنو پروړاندې چوپه خوله ده»، په اعتراض لاس پورې کړ.

دغه ښځې وايي چې د دوی د کورنۍ نارینه د طالبانو له لوري د وژل کېدو له وېرې ددغه ډول پېښو پرضد غږ نشي پورته کولی. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو ددغه ډول رفتار پروړاندې چوپ پاتې نه شي.

دوی ادعا کوي چې طالبان پر خپلو ټیټ پوړو جنګیالیو کنټرول نه لري او هغوی د خپلو کړنو په تړاو هېچاته ځواب ویونکي نه دي.

دغه ښځې وايي، ۴۵ کلنه شریفه د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۵مه) هغه مهال د یوه طالب لخوا په نښه او ووژل شوه چې خپلو څارویو پسې غره ته تللې وه.

معترضو ښځو په یوه اعلامیه کې وویل: “ښځې او نجونې په پنجشېر کې د سر خوندیتوب نه لري او ازاد نه شي ګرځېدلی او هره ورځ د [طالبانو] جنایتونه ډېرېږي. … ددغو جنایتونو پروړاندې د نړۍ چوپتیا شرموونکې ده.”

پنجشېر کې د طالبانو مسوولان په دغه اړه څه نه وايي.

د افغانستان ښځو د جمهوري دولت تر سقوط وروسته، څو څو ځله اعتراضونه کړي او مهمې غوښتنې یې د ښځو د حقونو درناوی او ښوونځیو او کار ته د نجونو او ښځو ستنېدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې طالبان د عفوې نړیوال سازمان لخوا په پنجشېر کې د ولسي خلکو په وژلو او ځورولو تورن شول، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا موندنې بې بنسټه دي.