افغانستان

د بلخ اوسېدونکي امنیتي سکتور کې ښځینه پولیس غواړي

د مزار شریف ښار ځینې اوسېدونکي د طالبانو لخوا د کور په کور تلاشۍ پرمهال د ښځینه پولیسو پر نشتوالي انتقاد کوي او وايي چې اړتیا ده ښځې په ټولو برخو کې او په بیا امنیتي ادارو کې فعال حضور ولري.

د بلخ اوسېدونکی نادر سیرت له طالبانو غواړي چې د ښځو اړوند پېښو د څېړلو او د کور په کور تلاشۍ لپاره ښځینه پولیسې استخدام کړي.

ښاغلي سیرت وویل: “کله چې طالبان کورونه تلاشي کوي، د ښځینه پولیسو شتون مهم دی؛ ځکه کله چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوځي، ښځې او ماشومان ویرېږي.”

د بلخ بل اوسېدونکې زهرا یزداني په دې اړه وویل: “که طالبان واقعا د اسلام حکم تطبیقول غواړي، باید په امنیتي سکتور کې ښځې جذب کړي. که په امنیتي حوزو او لویو مرکزونو لکه د حضرت علي رض زیارت کې ښځې نه وي، څنګه کېدای شي چې د خلکو امنیت ونیول شي؟ نارینه طالبان خو نشي کولی، ښځې تلاشي کړي.”

د جمهوري دولت پرمهال هم افغانستان د د امنیتي ادارو په چوکاټ کې ښځینه پولیسو له کموالي سره مخامخ و. د شمېرو له مخې، د دولت د سقوط په وروستیو کې، د ۱۷۵ زره پولیس سرتېرو له ډلې، یوازې څه دپاسه څلور زره ښځې وې چې ۲.۶ سلنه کېدې.

بلخ کې د ۱۵۰ ښځینه پولیسو له ډلې، یوازې څو تنه د بلخ امنیه قومندانۍ په چوکاټ کې پاتې شوي دي چې ددوی په وینا اجرايي صلاحیت نه لري او یوازې واړه کارونه لکه د ښځو تلاشي کوي.

د بلخ امنیه قومندانۍ کې د ښځو جذبولو هڅې

د بلخ لپاره د طالبانو د جلب او جذب قومندان بازمحمد حذیفه، که څه هم په بلخ کې د ښځینه پولیسو دقیقه شمېره نه ښيي، خو وايي په پام کې ده ۱۴۳ ښځې امنیتي ادارو کې استخدام شي او په مختلفو برخو کې کار وکړي.

دی وايي چې دا ښځې تر ډېره د جمهوري دولت د امنیتي ادارو غړې دي او اوس په دولتي ادارو او عمومي ځایونو کې دندې اجرا کوي.

ښاغلی حذیفه زیاتوي: “دا ښځې په هره حوزه کې دوه کسه، امنیه قومندان کې څلور تنه، هرې ولسوالۍ کې دوه کسان او حضرت علي ته منسوب زیارت کې څلور کسان او همداراز نورو ادارو لپاره جذب شوي دي.”

په امنیتي ادارو کې د ښځو راستنولو ته هڅې داسې مهال ترسره کېږي چې د جمهوري دولت تر ړنګېدو وروسته بلخ کې یوه ښځینه پولیسه ووژل شوه او دا پېښه په ټول هېواد کې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

تېرکال میزان میاشتې کې وسله وال کسان ددغې ښځینه پولیس کور ته ننوتل او هغه یې د شپې مهال د کورنۍ له یوه نارینه سره ووژله.

هغه مهال د دغې ښځې کورنۍ د وژنې تور پر طالبانو پورې کړ، خو طالبانو دا ادعا رده کړه او ژمنه یې وکړه چې د قتل عاملان به ونیسي.

طالبانو تراوسه په دې برخه کې د هېڅ پرمختګ خبره نه ده کړې.

دندې ته بېرته راګرځېدل

اخوا د بلخ پولیسو یوه ښځینه کارکوونکې وايي، په دغې ادارې کې کار کول د جمهوري دولت په پرتله ډېر توپیر لري.

هغې په مستعار نوم زینب امو ټلویزیون ته وویل چې څو میاشتې وړاندې دندې ته ورګرځېدلې ده. دغې ۳۸ کلنې مېرمنې لس کاله د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده او د دولت تر سقوط وروسته، لږ ترلږه اته میاشتې په کور ناسته وه.

هغه وايي چې له وېرې او اضطراب سره بېرته د خپلو خلکو خدمت ته راستنه شوې ده.

مېرمن زینب زیاتوي: “ددې لپاره چې خدمت وکړم، بېرته نظام ته راغلم، خو فعلا زموږ کار سخت شوی دی. موږ په نمایشي ډول جذب شوي یو، په هېڅ ماموریت کې ونډه نه لرو.”

هغه وايي چې ښځینه پولیسې یوازې د هغو ښځو د تلاشۍ لپاره ولاړې دي چې ادارو ته مراجعه کوي او هېڅ اجرايي صلاحیت نه لري.

مېرمن زینب زیاتوي: “موږ یوازې د خلکو تلاشۍ کوو. هېڅ جنايي یا امنیتي پېښه چې د ښځو اړوند دي، له موږ سره نه شریکېږي. ټولو مواردو ته خپله طالبان رسیدګي کوي.”