د پاکستان پوځ پرون (جمعه، زمري٢٦) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په عملیاتو کې یې د تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) درې غړي وژلي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه عملیات د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، دغه عمليات يې په سيمه کې د ټي ټي پي غړو د شتون په اړه د معلوماتو پر بنسټ کړي دي او په نښته کې د دغې ډلې يو بل غړى ټپي شوى دى.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، «د دغو عملیاتو په ترڅ کې [پاکستاني پوځي ځواکونو او ټي ټي پي ترمنځ] سخته نښته وشوه، چې په پایله کې یې د دوى درې تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له د پاکستان د مخالفو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم د دغه هېواد پوځ ته په لاس ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو، امنیتي پوستو او حکومتي ادارو په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ايالاتونو کې په بریدونو کې چټک زیاتوالی راغلى دى.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې پاکستاني طالبانو د ډېرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.