د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د شاتو مچیو روزونکی په روان کال کې د شاتو د تولید زیاتوالي ته په هیله مندۍ سره وايي، که دغې برخې ته پاملرنه وشي، دوی به پر ځان بسیا شي.
د هرات د مچیو لرونکو د اتحادیې رييس محمد شعیب ابراهیمي وايي، تېر کال په هرات کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه عسل تولید شوي وو او سږکال به ۱۵۰ ټنو ته زیات شي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: “په هرات کې د مچیو روزنې شاوخوا ۵۰۰ فارمونه شته چې له دې ډلې د ۱۰۰ فارمونو چارې د ښځو لخوا مخته وړل کېږي.”
هرات کې د مچیو روزونکي له دوو لارو شات ترلاسه کوي، لومړی د غرونو شات دي او دویم د مچیو روزنې فارمونو کې تولیدیږي. د غرونو شات د فارمونو په پرتله له لوړ کیفیت څخه برخمن دي.
د شاتو مچیو روزونکو په خبره، د افغانستان عسل د خالص والي او طبیعي والي له امله لوړ کیفیت لري او که په معیاري او سمه توګه نړیوالو بازارونو ته صادر شي، کولی شي ډېر مشتریان راجذب کړي.
د شاتو مچیو روزنې په برخه کې د ښځو بوختیا
هرات کې د مچیو روزنې په برخه کې بوختې مېرمنې وايي، هغوی د مچیو روزنې او د شاتو تولید له لارې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شوي او د کورنۍ ټول لګښتونه هم ورکوي.
عزیزه چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د مچیو روزنې په برخه کې بوخته ده، امو ټلویزیون ته وویل، درې فارمونه لري او ښه عواید ترې اخلي او هڅه یې دا ده چې خپله سوداګري پراخه کړي.
هغې وویل: “که اوسني مسوولان د عسلو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، دا کار نه یوازې په هرات کې د مچیو روزنې پراخېدو لامل کېږي، بلکې ډېرو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.”
د مچیو روزنې د یوه بل فارم مالک فرید احمد چې په دې برخه کې د کلونو تجربه لري وايي، سره له دې چې د پخوا په پرتله ددې کار ملاتړ نه کېږي، خو بیا هم توانېدلي چې په خپلو فردي هڅو لږ ترلږه خپل ژوند مخته یوسي.
فرید احمد زیاته کړه: “په تېرو کلونو کې له موږ سره موسسو او بنسټونو د مچیو روزنې د اړتیا وړ وسایلو مرسته کوله، خو اوس دغه مرستې په ټپه ولاړې دي.”
هغه هیله وښوده چې د عسل صادراتو ته زمینه برابره شي او دوی وشي کولی د هرات طبیعي او خالص شات په مناسبو قیمتونو نړیوالو بازارونو کې خرڅ کړي.
له شک پرته د وړو کسب ګرو او تجارتونو ملاتړ کولی شي خلک او په تېره بیا ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي چې ورسره به د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.