سوداګري

 د دوغارون په ګمرک کې اورلګېدنې ۵٠ میلیونه ډالره زیان اړولی 

ایراني رسنیو د دوغارون په ګمرک کې چې د ایران او افغانستان تر ټولو مهم ګمرک دى، د اورلګېدنې خبر ورکړی دى.

رسنیو خبر ورکړی، چې دغه ګمرک نن (دوشنبه، د زمري ۱۵مه) تړل شوی دی.

ایرنا د طالبانو د سرحدي چارواکو په حواله ویلي چې په دغه پېښه کې د تېلو ۵۰۰ ټانکرونه سوځېدلي دي.

د دغه راپور پر بنسټ په دغه اورلګېدنې کې د مالي او ځاني زيانونو کره شمېره لا نه ده په ډاګه شوې.

په تېر حکومت کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد اېرنا ته وويل: «د اورلګېدنه اوس کنټرول شوې او د لومړنيو شمېرو له مخې، په دې پېښه کې شاوخوا ٥٠ ميليونه ډالره زيان اوښتى دى، خو تر اوسه د زيانونو کره ارزونه نه ده شوې.»

په همدې حال کې سیمه ییز ایراني چارواکي د اور لګېدنې لامل د تېلو د ټانکر د چلوونکو بې احتیاطي بولي.

 رسنیو راپور ورکړی چې د دوغارون په ځانګړي اقتصادي زون کې د ايران د تېلو درې ټانکرونو او   د افغانستان د تېلو يو ټانکر د «امنیتي تدابیرو د نه مراعاتولو» له امله اور واخيست.

د تايبا د والي د دفتر سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال محمد رضا رضايي وویل، «د دوغارون په ځانګړي اقتصادي زون کې د تېلو په ټانکرونو کې د اور لګېدنې له امله د ټرانسپورټي بېړیو د ځنډېدو او په پوله کې د ګمرکونو، سرحدي بازارونو او هر ډول فعالیتونو د بندېدو لامل شو.

ایراني رسنيو همداراز ويلي، چې تراوسه د پېښې د مالي او ځاني زيانونو تاييد شوې کره شمېرې په لاس کې نشته.

د ډغارون پوله چې شاوخوا سل کلن تاریخ لري، د ایران او افغانستان تر منځ د «تر ټولو مهم» سرحدي سوداګریزې او تبادلې سیمې دي او له ١٣٨٩ کال راهیسې د دغارون ځانګړی اقتصادي زون جوړ شوی دی.