سرچينې وايي، په ايران کې مېشته افغان کډواله څېړونکې کبرا غلامي له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوې ده.
تېره اونۍ، ځینو ایراني رسنیو اعلان وکړ چې په ایران کې د اوسېدو لپاره د «ټولو اړینو اسنادو» لرلو سره سره د کبرا غلامي پاسپورټ د ایران حکومت له کومې قانوني او حقوقي پروسې پرته لغوه کړ.
د راپورونو له مخې، د مېرمن غلامي د پاسپورټ د لغوه کېدو لامل د «حجاب» مسٸلې اړوند وه. د مېرمن غلامي د شړلو په اړه د ایران د حکومت دغه پرېکړه په ایران او افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوه.
کبرا غلامي د ټولنیزو علومو په برخه کې زده کړې کړي او ۳۵ کالو راهيسې په ایران کې ژوند کوي.