ښځې

مهناز؛ هغه انجلی چې د ښوونځیو تړل کېدو له امله د اجباری واده قرباني شوه


مهناز ۱۵ کلنه ده او وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا ښوونځي وتړل شول، اجباري واده ته اړه شوه. هغه د خپل ناڅرګند راتلونکي لپاره اوښکې تویوي او وايي چې د پوهنې په برخه کې د طالبانو د سياستونو قرباني شوې. مهناز وايي چې او اوس يې راتلونکی تياره دی.

دغه زده کوونکې په نهم ټولګي کې وه چې ښوونځي يې د طالبانو له خوا وتړل شول او کورنۍ يې له يو نولس کلن هلک سره واده کولو ته اړ کړ.

مهناز آمو سره په یوه مرکه کې وویل: «زه پنځلس کلنه يم. کله چې ښوونځي وتړل شول، زموږ په سيمه کې يو با نفوذه کس و، طالبان يې پېژندل، څو ځلې يې وړانديز وکړ، ويل يې چې لور دې ښوونځي ته نه ځي، لويه شوي، واده دې وکړي. زما پلار ډیرې پیسې ترې واخیستې او زه یې د هغه زوی ته ورکړم زوی تر نهم ټولګي زده کړه کړې او اوس زه ټوله ورځ یوازې په کور کې یم او دوی ماته د هيڅ کار اجازه نه راکوي یوازې کله کله د باندې وتلی شم ما غوښتل ډاکټره شم او د ښځو درملنه وکړم.»

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري ادارې په یوه راپور کې پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړی او د افغانستان په ګډون یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې جنسیتي برابرۍ ته په ځانګړې توګه د پوهنې، تحصیل او کاري فرصتونو په برخه کې پاملرنه وکړي.

په دغه راپور کې راغلي چې د زده کړې پرېښودل نجونې له تاوتریخوالي او جبري ودونو سره مخ کوي.

د یونیسکو په راپور کې راغلي: «هره نجلۍ د هر څه په پام کې نیولو پرته د زده کړې حق لري، او د زړه کړې پرېښودل دوی له تاوتریخوالي، استثمار او کم عمره واده له خطر سره مخ کوي.»

نږدې ۱۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او پوهنتونونه یې د نجونو پر مخ وتړل.

یو شمېر زده کوونکي وايي، چې د طالبانو د تګلارو په پایله کې دوی له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري اداره په روانه اونۍ کې د افغانستان له مدني ټولنې سره غونډه وکړي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښوونځي د عمر نږدې ۸۰ سلنه نجونې او ځوانې ښځې له زده کړې پاتې شوې او نږدې ۳۰ سلنه نجونې هېڅکله هم لومړنیو زده کړو ته نه دي تللي.