د امریکا یو شمېر پخوانیو پوځیانو د ناهیلۍ او «غوسې» په څرګندولو ويلي چې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د امریکا مالي مرستې چې طالبانو ته استول کېږي او هغوى ترې ګټه پورته کوي باید«سمدستي» ودرول شي.
د نیویارک پوسټ په وینا دغه پخوانيو سرتېرو ويلي:«دا کار باید همدا اوس ودرول شي.»
نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا د پخوانیو پوځیانو په منځ کې د طالبانو لخوا د امریکا د مرستو څخه د ګټې اخیستنې په اړه «اندېښنه او غوسه» مخ په ډېرېدو ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا نه ده څېړلې چې څنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني سیاست له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان سره مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سیګار په راپور کې ویلي، ددې احتمال شته چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان سره د امریکا مرستو ته مستقیم او غیر مستقیم لاسرسى ولري.
د سيګار په راپور کې راغلې، هغه بشري مرستې چې د دغو کڅوړو له لارې برابرې شوي دي، د طالبانو په پیاوړي کولو او مشروعيت ورکولو سره دوى ته غیر مستقیمه ګټه رسوي. «ځکه چې دا بودیجه طالبانو ته اجازه ورکوي چې د افغانانو لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پر ځای په خپلو لومړیتوبونو او سیاستونو تمرکز وکړي.»
د راپورونو پربنسټ امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چېـد سیګار د می مياشتې د راپور له مخې، لږترلږه ٣٨ سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو ته د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو پیسو له ١٠.٩ ملیونه ډالرو څخه ډیر پیسې ورکړي دي.
د راپور له مخې، پیسې د مالیاتو، د جواز نوي کولو، ګمرکي فیسونو، د برېښنا سپمولو او نورو لګښتونو په توګه ورکړل شوي.