د امریکا د خزانې وزارت په ایران، چین او هانګ کانګ کې پر پنځو کسانو او اوو ادارو چې د ایران د توغنديو او ډرون پروګرامونو په برخه کې اسانتیاوې برابروي، نوي بنديزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت د راپور له مخې دغو کسانو او بنسټونو د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون پروګرامونو لپاره د اړتیا وړ پرزې او تجهیزات برابرول.
که څه هم د امریکا د خزانې وزارت پر بنسټونو او اشخاصو د بندیزونو د مشخصاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي، چې دغو اشخاصو او بنسټونو د ایران د توغنديو او ډرون پروګرام لپاره اړینو مهمو برخو چمتوکولو، د وسلو د پراختیا او دغه راز په منځني ختیځ او روسیې کې خپلو نیابتي ډلو ته د استولو اسانتیاووې برابرولې.
د دغه راپور له مخې، د امریکا د خزانې مرستیال وزیر برایان نلسون ويلي، د ایران د توغندیو او ډرون پروګرام د بې پروایي پراختيا په سیمه او نړۍ کې د بې ثباتۍ او د ملکی وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کولی شی.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، نوي بندیزونه هغه شرکتونه او نور مهم عوامل هم په نښه کړي چې له لارې یې ایران د دغو پرزو د اخیستلو هڅه کوله.
د هغه په وینا، متحده ایالات د بندیزونو لګولو او پر هغو خلکو فشار راوړلو ته دوام ورکوي، چې د وژونکو وسلو تولید ته د تهران لاسرسی اسانه کوي.
له دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي وو، چې د یو شمېر ایراني نومونو او بنسټونو له لرې کولو سره سره به د ایران له حکومت سره د تړاو لرونکو بنسټونو، سازمانونو او اشخاصو پر ضد خپل زیاتره هدفي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه جاري وساتي.