افغانستان

امریکا غواړي د خپلو غیرناټو اصلي متحدانو له ليسته افغانستان وباسي

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا دا پرېکړه نورو هېوادونو ته د طالبانو د نږدې والي له امله شوې ده.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په یوه لیک کې له سنا مجلس څخه غوښتي چې د امریکا د غیرناټو اصلي متحدانو له لیسته افغانستان وباسي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ (جولای ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي بایډن ددغه هېواد له سنا او کانګرس دواړو غوښتي چې ددغه کار قانوني پړاوونه ترسره کړي.

په دغه خبرپاڼه کې د ښاغلي بایډن په نقل ویل شوي: “د ۱۹۶۱ د بهرنیو مرستو قانون د ۵۱۷ بند پر بنسټ زه د غیرناټو اصلي متحدانو له لیسته د افغانستان د نوم ایستلو پرېکړه تاسو ته وړاندې کوم.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو له مخې، له دغه نوملړه د افغانستان له وتلو سره به، امریکا د پاکستان په ګډون ۱۸ غیرناټو اصلي متحد هېوادونه ولري او واشنګټن به ورسره د سوداګرۍ، امنیتي همکاریو، اقتصادي امتیازاتو او نظامي برخو کې مرستې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا دا پرېکړه نورو هېوادونو ته د طالبانو د نږدې والي له امله شوې ده.

سیاسي کارپوه سید جواد حسیني وايي، “د روسیې او ایران په څېر هېوادونو ته د طالبانو نږدې کېدل، سبب شوی چې له امریکا سره د اسلامي امارت اړیکې سړې شي او امریکا هم دا ډول پرېکړه وکړه.”

خو د طالبانو حکومت وايي، دوی به له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست مخته یوسي.

د طالبانو یوه ویاند، بلال کریمي وویل: “موږ نه غواړو تردغه عنوان لاندې چې افغانان ترې ښه خاطره نه لري، واوسو. موږ به له دیپلوماتیک او متوازن سیاست له لارې له نړۍ سره مخته لاړ شو.”

امریکا په ۲۰۱۲ کال کې یعنې افغانستان کې تر لس کاله نظامي حضور وروسته، دغه هېواد له ناټو بهر د خپلو اصلي متحد په توګه اعلان کړ. د افغانستان له وتلو سره به د پاکستان او قطر په ګډون ۱۸ هېوادونه په دغه نوملړ کې پاتې شي.

متحده ایالتونو تېر کال په اګست میاشت کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وایستل.