یو شمېر ښځې چې ځانونه د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړې بولي، د ۲۰۲۴ کال پارېس المپیک کې د ښځینه لوبغاړو پر نه ګډون نیوکه کړې او وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا «د شرم وړ» ده.
دغه اعتراض کوونکو ښځو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو افغان ښځینه ورزشکارانو ته د پارېس په المپیک کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ وویل: «په داسې حال کې چې طالبانو ښځې له ټولو برخو څخه اېستلي او له بنسټیزو حقونو یې په ځانګړې توګه د ښځو د ورزش حق تر پښو لاندې کړی دی، {خو} نړیواله ټولنه چوپه خوله پاتې ده.»
دغه غورځنګ همداراز د نړیوالې ټولنې چوپتیا “له طالبانو سره همکاري او د« شرم وړ» بللې ده.
دغه اعتراض کوونکې ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه ژر تر ژره اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې دي او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.
د طالبانو له واک ټينګولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعه کړې او د نجونو او ښځو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ راهيسې په ټول افغانستان کې د نجونې په کانکور ازموينه کې له ګډون منع کړې او دغه ازموينه يې د نجونو له ګډون پرته واخيستله.