سوداګري

طالبانو د پنجشېر څه باندې۲زره قیراطه زمرد وپلورل

 د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت نن (دوشنبېه، د زمري ۲) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پنجشیر ۲زره۳۴ قیراطه زمرد یې پلورلي دي.

 د دغه خبرپاڼې له مخې دغه زمرد په شپږم پړاو کې د ۱۰۰ سوداګرو په حضور کې په یوه مزایدې بولۍ کې په ۱۳۱زره ۳۰۰ ډالرو وپلورل  شول.

 خبرپاڼه زیاتوي، د زمردو په دې پلور کې د طالبانو ونډه ۱۰ سلنه ده.  

طالبانو له شاوخوا دریو کلونو راهیسې د افغانستان د کان کیندنې کار پيل کړی، چې ګڼې نیوکې یې راپارولي دي. 

 طالبان وايي، د پنجشیر په ۵۰۰ کانونو کې شاوخوا لس زره کارګران په کار بوخت دي.