د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ پر ده له برید وروسته په خپله لومړۍ ټاکنیزه غونډه کې د بګرام هوايي اډه یوه مهمه پوځي اډه وبلله او ویې ویل، چې د امریکا لخوا ددې اډې پرېښودل« احمقانه» و.
ښاغلي ټرمپ بياځلې ټينګار وکړ چې دا اډه اوس د « چین»په لاس کې ده او زیاته یې کړه، که هغه ولسمشر وى؛ نو دا اډه به يې ساتلى وى او هلته به سرتیري هم درلودى.
نوموړي په خپلو خبرو کې بګرام د نړۍ تر ټولو لوی هوايي ډګر وباله.
ښاغلي ټرمپ په دغه راټولېدنه کې زياته کړه: «که زه وای، ما به بګرام ساتلی وای. «ځکه چې هوایی ډګر له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي.»
د امریکا پخوانى ولسمشر وايي، امریکا کلونه وړاندې بګرام په میلیاردونو ډالرو جوړ کړی و.
ښاغلي ټرمپ په دې راټولېدنه کې وويل: «موږ احمق يو، بګرام اډه اوس د چین په لاس کې ده.»
ښاغلي ټرمپ وايي د تخليې بهير بايد د بګرام له هوايي ډګره ترسره شوي وای، نه د کابل نړیوال هوايي ډګر نه، چیرته چې چاودنه وشوه.
هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو بده او له شرمه ډکه» تراژیدي وبلله.
ټرمپ همداراز زياته کړه، چې ولادیمیر پوتین له افغانستانه د امریکا له وتلو ګټه پورته کړه او پر اوکراین یې د برید امر وکړ.
د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند وايي، که هغه وای، نو پوتين به دا کار نه وای کړی.
ډونلډ ټرمپ همدارانګه ویلي، که دی د امریکا د حکومت په سر کې وای، نو د اکټوبر په اوومه به پر اسرائیلو د حماس برید نه واى پېښ شوى.