افغانستان ښځې

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ: د امریکا ملاتړ طالبان لا زیات «خونړي او وژونکي» کړي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان د امریکا له مالي او سیاسي ملاتړ څخه برخمن دي، چې دې کار دوی «ډیر خونړي او وژونکي» کړي دي.

په خبرپاڼه کې له طالبانو سره د امریکا پر مالي مرستو نیوکه شوې، چې په وینا یې «څلوېښت میلیونه» ډالر په اونۍ کې طالبانو « نيابتي او ترهګرې ډلې» ته له روڼتیا او حساب ورکولو پرته ورکول کېږي.

دغه مېرمنو د جو بایډن اداره «ترهګرپاله» وبلله او د متحده ایالاتو په وګړو یې غږ وکړ چې د بایډن ادارې ته چې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» عاملينو ملاتړ کوي؛ ماليه ورنکړي.

يادو مېرمنو استدلال کړی چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو پیسې د هغو کسانو جیبونو ته ځي چې « د ښځو ځپنه او جنسیتي تبعیض»د دوی د رسمي پالیسۍ برخه ده.

په خبرپاڼه کې جوبایډن په افغانستان کې د جمهوري رژيم د نسکورېدو اصلي لامل بلل شوى او له امریکايي وګړو یې غوښتل شوي چې جوبايډن رایه ورنکړي؛ ځکه چې ښاغلي بایډن ته رایه ورکول د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي چې نړۍ يې د تأمين  ادعا کوي.

په دغه غورځنګ کې ښځينه اعتراض کوونکې وايي چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان پر خلکو هېڅ ډول ظلم، جبر او استبداد نه دى سپمولى.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ وايي، افغان ولس به هېڅکله د ولسواکۍ او بشري حقونو دعوه کوونکي د دوی د شرمناکه چوپتیا او د انساني او نړیوالو ارزښتونو د سیاسي کولو له امله  ونه بښي.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې  پر امریکايي مېرمنو هم غږ شوى چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې «ترهګر او د ښځو ځپونکي» د امریکا ستراتیژیک متحدین شي.